د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو له لارې د تورې بوړې لاره چې له کلونو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د خلکو ستونزو د حل په موخه د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په امر پرانیستل شوه او خلکو عملاٌ د توکو لیږد پیل کړ.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل یادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وویل چې د خلکو سره د ژمنې له مخې او نظامي شورا کې د بحث وروسته د یو پلاوي د ګمارنې او په سیمه کې د ارزونې وروسته د سلیمانخیلو له لارې د تورې بوړې لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
په یاده سیمه کې لسګونه کورنۍ میشتې دي، یادو کورنیو له ولایتي ادارې سره د امنیت تامین برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
ولایتي چارواکي وايي د دوی د ژمنې په کولو سره یې ورته د سهولتونو برابریدو په موخه لار پرانیسته.