Home » سیمه او نړی » نفتالي بينيت د اسرائيلو نوی لومړی وزير شو

نفتالي بينيت د اسرائيلو نوی لومړی وزير شو

د اسرائيلو پارلمان پرون يک‌شنبه د ( د غبرګولي ۲۳مه نېټه) نوې اېتلافي حکومت ته د تائيد رايه ورکړه. د پارلمان له لوري د نوي حکومت له تائيد سره سم، په اسرائيلو کې د مخکيني لومړي وزير بنيامين نتنياهو د واک موده هم پايته ورسېده.

نفتالي بينيت چې د اېتلافي حکومت د هوکړې پربنسټ يې تازه د دوو کلونو لپاره د اسرائيلو واګې په لاس کې اخيستي، ټينګار کړی چې د داخلي ريفرمونو په تنظيم او پياوړتيا به ډېر تمرکز وکړي.

نوموړی د ښې اړخي ملتپاله ګوند مشر دی او په پارلمان کې له ۱۲۰ څوکيو څخه يوازې ۶ څوکۍ لري. ټاکل شوې چې د نفتالي بينيت د دوه کلنې دورې له بشپړېدو وروسته، د اېتلافي حکومت د هوکړې له مخې يار لاپېډ د نوموړي پر ځان د اسرائيلو د لوموړي وزير په توګه دنده پيل کړي.

نتنياهو د اسرائيلو په سياسي تاريخ کې لومړنی کس دی چې ۱۲ کاله يې د دغه هېواد سياسي واګې په لاس کې لرلې، خو د تېر ميلادي کال د مارچ په ۲۳مه د پارلماني ټاکنو په پايله کې پر دې ونه توانېد چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د نورو سياسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...