په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه عام ولسي خلک په کې شهيدان شوي، وغندل.
نوموړي بېګاه شپه د (وري په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان ياد بريدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره او واضېح تېری دی.
فايق زياته کړې چې پاکستان له يادو هوايي بريدونو سره نړيوال قوانېن، د ملګرو ملتونو د منشور اصول او د دې سازمان د عمومي مجمع او امنيت شورا پرېکړې ماتې کړې دي.
په اعلاميه کې زياته شوې چې له ۲۰ کلونو را په دېخوا د هېواد په ختيځ کې د پاکستان راکيټي بريدونو له امله ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره يې له دې وروسته دې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته په جدي توګه درناوی وکړي.
د خوست پر سپېرې ولسوالۍ د ياد هوايي بريد له امله څه باندې ۴۰ تنه او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ په ورته بريد کې بيا ۶تنه عام کسان وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې پاکستاني جېټ الوتکې د افغانستان خاورې ته دننه کېږي او پر ملکي وګړو بمبار کوي.