Home » سیمه او نړی » نتنیاهو: په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسراییلو لاس ور ونه رسېږي

نتنیاهو: په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسراییلو لاس ور ونه رسېږي

د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، جمعه د تلې شپږمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې اسراییل په ایران کې د هغو ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې په مبارزه کې بریالي دي چې پر هېواد یې د اکټوبر د اوومې بریدونه ترسره کړي دي.

نتنیاهو ویلي: “زه د تهران د مستبدېدو لپاره پیغام لرم، که موږ ووهئ تاسو به ووهو، په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسراییلو اوږد لاس ور ونه رسېږي. دا قضیه په ټول منځني ختیځ کې همدا ډول ده.”

نوموړي دا هم ویلي چې اسراییلي ځواکونه په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ډېر شجاعت او اتلولۍ جنګېدلي دي.

د نتنیاهو له وینا څو شېبې وروسته اسراییلي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه د بیروت په سوېل کې بریدونه وکړل، چې د یاد هېواد د ځواکونو د وینا له مخې د حزب الله اصلي ځای یې په نښه کړی و.

بلخوا اسراییلي ځواکونو هم ادعا کړې چې د حزب الله پر هغو وسلو د برید په حال کې دي چې د لبنان د پلازمېنې، بیروت په سوېل کې تر استوګنیزو ودانیو لاندې زېرمه شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...