د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو سه شنبې، د لړم۲۹مه اعلان وکړ، چې هر هغه څوک چې د يوه اسرایيلي نیول شوي کس په خوشي کولو بريالی شي، نه يوازې له غزې څخه د وتلو اجازه به ور کړل شي، بلکې پینځه ميليونه ډالره انعام به هم ورکړل شي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه کې لیکلي چې نتانیاهو دا څرګندونې د نتساریم سیمې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.
نتانیاهو دا خبرداری هم ورکړی: “حماس به نور په غزه کې شتون ونه لري. څوک چې زموږ برمته کوونکو ته د زیان رسولو جرات وکړي، مرګ به یې په خپله غاړه وي. موږ به یې تعقیب کړو او سزا به یې ورکړو.”
نتانیاهو دا هم ویلي: “هر هغه څوک چې یو نیول شوی کس ازاد کړي پینځه میلیونه ډالره انعام او له غزې څخه د وتلو اجازه به ورکول کېږي.”
په تېر کال کې اسراییلو د غزې تړانګه، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولې، چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، تر دې مهاله په دغو بریدونو کې۴۳زره ۸۴۶ فلسطینیان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو د غزې د روغتیا وزارت لخوا وړاندې شوې شمېرې د اعتبار وړ بللې دي.