Home » سیمه او نړی » نتانیاهو د بېړنیو ټاکنو د پیل غوښتنه رد  کړه
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

نتانیاهو د بېړنیو ټاکنو د پیل غوښتنه رد  کړه

بنیامین نتنیاهو په داسې حال کې د بېړنیو ټاکنو ترسره کولو پلان رد کړی چې په زرګونو اسراییلیان په تل اویو او قدس کې د حکومت ضد لاریونونو لپاره راټول شوي وو.

بلخوا ټولپوښتنې ښيي چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو د لومړي وزیر، نتانیاهو محبوبیت کم شوی دی.

په ورته وخت کې د اسرایيلو «۱۲ خبري اژانس» راپور ورکړى چې په زرگونو اسرایيليانو په تل اویو او قدس کې د حماس له خوا د نيول شويو اسراییلي بنديانو د خلاصون او د پارلماني ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدلو په هدف لاریونونه کړي دي.

نتانیاهو د غزې د جګړې له پای ته رسېدلو سمدستي وروسته د واکمن لیکود ګوند له خوا د بېړنیو ټاکنو د ترسره کولو د غوښتنې په اړه په یوه خبري غونډه کې ویلي: “وروستی شی چې موږ اوس ورته اړتیا لرو ټاکنې او د ټاکنو ترسره کېدل دي، ځکه چې دا کړکېچونه به موږ له منځه یوسي. موږ اوس یووالي ته اړتیا لرو.”

 دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو رژیم به تر ۲۰۲۶ کال مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو شاهد نه وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...