د ملي امنیت مخکینی مشر رحمت الله نبیل د افغان سولې په خبرو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د پاکستان پر نیت شک لري او د سولې پروسه یوه معامله بولي.
تېره ورځ رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پر حکومت نیوکې کړي چې د نظام د بقا پر ځای یې نظام کمزوری کړی او په ډیورنډ کرښه اغزن تار باندې چوپ دی.
د ښاغلي نبیل وایي، پر ډیورنډ معامله شوې او د یادې معاملې پر سر پاکستان ځینې امتیازونه اخیستي او دغه راز پاکستان اوس د افغانستان حکومتي مقرریو کې هم دخیل شوی دی.
نبیل د افغانستان راتلونکي وضیعت ته اندښنه وښوده او د نورو جنګي ډلو د فعالیدو خبرداری یې ورکړ.