Home » افغانستان » نبيل: پاکستان؛ د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي خلاف عمليات پيل کړي

نبيل: پاکستان؛ د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي خلاف عمليات پيل کړي

په داسې حال کې، چې په قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان د بيا حضور خلاف د ځايي اوسيدونکو اعتراضونه دوام لري، تازه د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل دعوه کړې چې د پاکستان پوځ د تحريک طالبان پاکستان يا TTP پر وړاندې عمليات پيل کړي.

رحمت الله نبیل په دې اړه خپل ټوېټر کې نن دوشنبه د (وږي په ۷مه) ليکلي، چې دا عمليات څو ورځې وړاندې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوري د پاکستاني طالبانو پر وړاندې پیل شوي دي.

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستاني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي. رحمت‌الله نبيل دا ادعا ټيک يوه ورځ وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپل هوايي حريم پر کارولو تورن کړ.

نوموړي ادعا وکړه، چې امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حريم په ګټنې د افغانستان حريم ته دننه کېږي. يعقوب مجاهد له پاکستان وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې دې خپل هوايي حريم نه کاروي.

د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ملا يعقوب دا ادعا بې اساسه او د ډيپلوماټيکو نورمونو خلاف ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...