Home » سیمه او نړی » نایجیریا کې له یوه ښوونځي څخه ۳۱۷ نجونې لا درکه شوي
رویداد خبري آژانس

نایجیریا کې له یوه ښوونځي څخه ۳۱۷ نجونې لا درکه شوي

د نایجیریا په شمال کې د فبرورۍ پر ۲۶مه پر یون سکول د ګڼو وسله والو تر حملې وروسته په سلګونه نجونې لا درکه شوي دي.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو لادرکه کېدل تایید کړل. د زمفاره ایالت په سرکاري سیکنډري سکول کې دا پېښه، په نایجیریا کې په تېرو لسو ورځو کې دا د خپل نوعیت دوهمه پېښه ده چې مخې ته راځي.

یو پلار نصیرو عبدالاهي ایسوشيټیډ پریس ته ویلي چې د سکول د معلوماتو له مخې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي. د عبدالاهي دوه لوڼې چې عمرونه یې لس او دیارلس کاله دي، په تښتول شوو کې شاملې دي.

د سیمې اوسېدونکي موسا مصطفا ویلي چې وسله والو په پوځي کیمپ او پوستې هم بریدونه کړي.

د اطلاعاتو ایالتي کمیشنر سلیمان توناو انکا ویلي چې وسله وال په ګاډو کې سکول ته ورغلي ول او ځینې نجونې یې په زوره له ځانه سره بېولې دي.د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونه د پېښې پر پلټنه بوخت دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...