د نایجیریا چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۷۰کسان مړه شوي دي.
د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې چاودنه وشوه او ګڼ شمېر خلک پکې مړه شول.
د راپور له مخې د نایجیریا د بېړنیو حالاتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “تر دې دمه تر ۷۰ زیات جسدونه موندل شوي، ۵۶ تنه ټپیان شوي او تر ۱۵ زیات دوکانونه ویجاړ شوي دي.”
دغه اداره زياتوي، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي او د درملنې لپاره يې هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په نایجیریا کې د تېلو بیې له ۲۰۲۳ کال راهیسې لوړې شوي او د تېلو لېږد پرمهال د خوندیتوب اړوند سپارښتنو ته نهپاملرنه په دغه هېواد کې د ورته پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.