Home » فرهنګی او ټولنیز » نایجریا کې یوې محکمې د یوه کس د چرګ د حلال کولو امر کړي 

نایجریا کې یوې محکمې د یوه کس د چرګ د حلال کولو امر کړي 

د نایجریا د کانوی په ښار کې یوې محکمې یو سړي ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړی چې خپل چرک ووژني.

د دغه سړي ګاونډي شکایت کړی دی چې دغه چرګ یې خوبونه تښتولي دي.

د محکمې قاضۍ حکیمه والي د چرګ خاوند مالام یوسف ته وویل چې چرګ یې ګاونډیانو ته مزاحمت کړی او باید ووژل شي.

خو یوسف محکمې ته وویل چې دا چرګ یې د مسیحیانو د مقدسې ورځې «ښې جمعې» د نمانځنې لپاره اخیستی او باید د جمعې تر ورځې مهلت ورکړل شي.

قاضۍ د مالام یوسف غوښتنه ومنله خو ټېنګار یې پرې وکړ چې باید چرګ ته یې اجازه ورنکړل شي چې ګاونډیانو ته مزاحمت وکړي.

نوموړې د چرګ له خاوند څخه وغوښتل چې په خپلې ژمنه وفا وکړي او که دا کار یې ونکړ، جریمه به شي.

په نایجریا کې د اهلي حیواناتو ساتل کوم جرم نه دی، ځینې خلک دا ډول اهلي حیوانات په خپلو کورونو کې د پلورلو لپاره او ځینې نور یې د خوړلو لپاره ساتي.

محکمه داسې مهال د دغه چرګ په قضیه پرېکړه کوي چې نایجریا غوندې هېوادونو کې یو شمېر خلک شکایت کوي چې محاکم یې دعوې په خپل وخت نه اوري او په اړه یې پرېکړه نکوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...