Home » سیمه او نړی » نایجریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي

نایجریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي

د نایجریا چارواکو ویلي، د جمعې په ورځ د نایجریا په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۱۰۰ زیات ورک شوي چې ډېری یې ښځې دي.

د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند ابراهیم اودو اسوشېټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي، دا بېړۍ چې له کوګي ایالت څخه ګاونډي هېواد نایجر ته روانه وه، شاوخوا ۲۰۰ مسافر پکې سپاره وو.

د کوګي ایالت د بېړنیو خدماتو ویاندې سندرا موسي ویلي چې ژغورونکو د جمعې تر ماښامه ۲۷ مړي موندلي، په داسې حال کې چې ځایی لامبو وهونکي لاهم د نورو په لټه کې دي.

هغې زياته کړې چې له پېښې وروسته په شاوخوا ١٢ ساعتونو کې څوک نه دي ژغورل شوي.

چارواکو تر اوسه د بېړۍ د ډوبېدو لامل نه دی ښودلی، خو سیمه ییزو رسنیو د دې لامل ډېر بار بللی دی.

په نایجریا کې د باراني موسم په جریان کې د ډېر بار وړل او د درنو سېلابونو له امله د کښتیو ډوبېدل معمول دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...