Home » افغانستان » ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژلی
رویداد خبري آژانس

ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژلی

ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال په یو وسله والو برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې نن شنبه د سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) مخې له غرمې شاوخوا پنځه بیجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب غروال برید وشو.د پکتیا والي حلیم فدایي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ناپېژندو وسله والو پر غروال داسې مهال برید کړی دی چې پوهنتون ته پر لار و.

د فدایي په وینا د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د دغه پېښې مسؤولین ونیسي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا د ولايتي شورا د مرستيال وژنه په کلکو ټکو غندلې او اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې د نوموړي د وژنې عاملين تشخيص او د قانون منګولو ته وسپاري.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:”جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري.”

ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې بشري، سراسري او دايمي اوربند ومني، ځکه د هغه په خبره دا د افغانستان د خلکو، حکومت او نړيوالو غوښتنه ده.

د اعلاميې په پای کې ولسمشر غني د ايوب غروال له کورنۍ او دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...