د ناټو سازمان د روسيې هغه وړانديز رد کړ چې له مخې يې په نوموړي سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو غوښتنه شوې وه.
د دغه سازمان عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) بروکسېل کې خبريالانو ته ويلي، ناټو له اوکراين او جورجيا سره د ۲۰۰۸ زېږديز کال هغې هوکړې ته ژمنه ده چې ده په کې په راتلونکې کې يادو دوو هېودونو ته د ناټو سازمان د غړيتوب ورکولو ژمنه شوې ده.
نوموړي ويلي، په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب په اړه پرېکړه د دغه سازمان ۳۰ متحدو هېوادونو واک دی او له دې پرته هېڅ کوم هېواد په دې اړه د پرېکړې کولو واک نه لري.
د ينس سټولټنبرګ دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي و، ناټو دې په رسمي توګه د ۲۰۰۸ کال هغه هوکړه چې د پخواني شوروي اتحاد دوو متحدو هېوادونو جورجيا او اوکراين ته په ناټو سازمان کې د غړيتوب ورکولو ژمنه په ډاګه کوي، فسخه کړي.