د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره تیلفوني خبرې کړې دي.
دواړو لورو پر سولې او په افغانستان کې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان حکومت له لوري د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کولو له پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې دا اقدام به افغانان یو ګام نور هم سولې ته نږدې کړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او تمه لري چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې بین الافغاني خبرې ژر پیلېدونکې دي او افغان حکومت د ناټو له دوامداره همکاریو مننه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له ډېر ځنډ وروسته پرون ماښام د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازدېدو فرمان لاسلیک کړ.