د راپورونو له مخې د ناټو عمومي سر منشي ینس ټولټنبرګ په یوه وینا کې وویل، ځکه په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې یاد هېواد د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نه شي.
د ناټو عمومي سر منشي دا خبره پرون د ناټو د پارلماني شورا په غونډه کې وکړه.
ښاغلي ینس ټولټنبرګ دا خبره په داسې مهال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له افغانستانه د جنورۍ تر ۱۵ مې پورې به ۲۰۰۰ امریکايي پوځیان خپل هېواد ته ورغواړي.
ټولټنبرګ زیاته کړه نشو کولای افغانستان کې د داعش شتون ته اجازه ورکړو، چې د تروریستي کړنو پر مرکز يې بدل کړي، لکه په سوریه او عراق کې چې وشو.
نوموړی همدا راز وویل په افغانستان کې د ناټو شتون به د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې معلوم چې یاده غونډه په فبرورۍ کې تر سره کیږي.