د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه خبرې کېږي.
هغه ویلي په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه کې نن د شاوخوا دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي او د افغانستان پر وضعیت به بحثونه ولري.