Home » افغانستان » نايجيريا له افغانستان سره ۱ ميليون ډالر مرسته اعلان کړې

نايجيريا له افغانستان سره ۱ ميليون ډالر مرسته اعلان کړې

له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نايجيريا هم د يو ميليون ډالري مرستې اعلان کړی. دغه مالي مرسته د اسلامي همکاريو سازمان له لوري په اسلامي پراختيايي بانک کې د افغانستان لپاره جوړو شوي صندوق ته سپارل شوې.

د اسلامي همکاريو سازمان پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه سازمان له افغانستان سره کړو هغو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی، چې په دې وروستيو کې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزاتونو له لوري د اسلام‌اباد په غونډه کې شوي.

د تېر ۲۰۲۱ زېږدي کال په وروستيو کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د پاکستان په کوربه‌توب غونډه ترسره کړه او په کې يې د افغانستان بشري وضعيت ته د رسېدنې په موخه د اسلامي پراختايي بانک په چوکاټ کې د يوه خېريه صندوق د پرانېستو پرېکړه وکړه.

دې سازمان په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د مرستې په موخه دې خپل امداد اسلامي پراختيايي بانک ته وسپاري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...