په ننګرهار کې مدني فعالان وايي، جلالاباد ښار کې نامالومو وسلهوالو د عبدالرحمن معاون په نوم يو مدني فعال په ډزو ويشتی او له هغه وروسته يې په روغتونو کې د ټپونو له امله ساه ورکړې.
دوی زياتوي چې ياده پېښه غرمه مهال د جلالاباد ښار اړوند څلورمې ناحيې په چهل متره سيمه کې رامنځته شوې ده.
د عبدالرحمن معاون کورنۍ ويلي، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهېږي چې معاون د چا له لوري وژل شوی دی.
نوموړی د لغمان ولايت اوسېدونکی و، خو مدني فعاليتونه يې په ننګرهار کې کول.
دا لومړی وار نه دی چې په ننګرهار کې د نامالومو کسانو له لوري مدني فعالان او خبريالان هدف ګرځول کېږي، بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره دا څويمه پېښه ده چې په ننګرهار کې کېږي.