Home » سیمه او نړی » ناروې یو شمېر روسي دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور له هېواده شړلي

ناروې یو شمېر روسي دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور له هېواده شړلي

ناروي هغه ۱۵ روسي دیپلوماتان شړلي چې د جاسوسۍ تور پرې لګېدلی و.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفلد ویلي، مسکو ته به اجازه ور نه کړي چې خپل سفارت د “پټو استخباراتي فعالیتونو” لپاره وکاروي.

د ټاس په نامه د روسیې خبري اژانس ویلي، کرملین به دې پېښې ته “مناسب” ځواب ووايي.

د ناروې دولت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې، چارواکو یې “د وخت په تېرېدو سره” دغه کسان څارل.

خبرپاڼه کې د یادو کسانو د ادعا شویو فعالیتونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو پکې ویل شوي چې: “دوی باید ژر تر ژره له هېواده ووځي.”

ناروې وايي، روسیه هغه “ستر استخباراتي ګواښ” دی چې، دا هېواد ورسره مخ دی او دا د ټولې اروپا لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی.

ناروې روسیې سره په شمالي قطب کې ۱۹۷ کیلو متره ګډه پوله لري چې د اوکرایین کړکېچ په اوږدو کی یې اړیکې ترینګلي شوي.

سره له دې چې ناروې د اروپايي ټولنې غړې نه ده، خو پر روسیې یې یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...