Home » سیمه او نړی » ناروې له روسیې سره د مقابلې لپاره د چمتووالی اعلان کړی
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

ناروې له روسیې سره د مقابلې لپاره د چمتووالی اعلان کړی

د ناروې د دفاع وزیر غوښتي هېواد یې له اوکراین څخه وروسته د روسیې پر وړاندې د احتمالي مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي.

د نووسټي خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې د دفاع وزیر «بیورن اریولډګرام» ویلي چې هېواد به یې له اوکراین څخه وروسته له روسیې سره د احتمالي مقابلې لپاره تیاری ونیسي. 

د ناروې دفاع وزیر وویل: “ناروې او دفاعي ځواکونه یې باید د احتمالي جګړې لپاره تیار شي، موږ باید پر وخت او د خپلو شریکانو په مرسته هغوی ته ځواب ورکړو .”

د نوموړي په وینا، روسیه په «غچ اخیستونکي برید» غواړي له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدلو غچ واخلي.

نوموړي ادعا کړې چې احتمال شته چې روسیه له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدلو پر وړاندې د غچ اخیستلو اقدام وکړي.

بلخوا یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې برخه کې خبرداری ورکړی دی.

د ناروې د دفاع وزیر خپلو مخاطب نظامیانو ته ویلي چې د اوکراین له جګړې وروسته روسیه ‎په بل پړاو کې د یو ګواښ په توګه شته. 

بلخوا د المان د دفاع وزیر، بوریس پیسټوریوس هم خبرداری ورکړی و چې روسیه به له پنځو تر اتو راتلونکو کلونو پورې د ناټو په یو غړي هېواد برید وکړي.

د ویلو ده د پولنډ د ملي امنیت رییس «یاچک سیویرا» په تېر دسمبر کې له ډزینیک ورځپاڼې سره په مرکه کې اټکل کړی و چې روسیه ښايي په راتلونکو دریو کلونو کې د ناټو په هېوادونو برید وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...