Home » افغانستان » ناروې له افغانستان سره شل میلیون کرون مرسته وکړه

ناروې له افغانستان سره شل میلیون کرون مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰میلیون کرون چې (۱.۸میلیون ډالر) کېږي مرسته کړې ده.

اوچا دا موضوع نن (یکشنبې، د وږي ۱۸مه) پر خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلې ده.

اوچا د یادو مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره په ټوله کې ۱۸۹ میلیون کرون مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و ۲۳.۷ میلیون کسان، چې له نیم څخه د افغانستان زیات نفوس جوړوي، په ۲۰۲۴ کال کې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...