Home » افغانستان » نادر نادري:نن افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه عمومي غونډه کوي
رویداد خبري آژانس

نادر نادري:نن افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه عمومي غونډه کوي

ټاکل شوې نن سې شنبه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ عمومي غونډه تر سره شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټېم ویاند نادر نادري د سپټمبر۱۴ (وږې۲۴) ویلي چې د یادو ټېمونو د «تماس ګروپرونو» پرون دوشنبه د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

ښاغلي نادري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نن سې شنبې عمومي غونډې ته لازم چمتووالی نیول شوی دی.

پر همدې مهال په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دواړو لورو د تماس کاري ډلو تېره ورځ د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش باندې خبرې وکړې.

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدل د تیرې شنبې په ورځ پرانیستل شول.

وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي مطبوعاتو ته وویل چې د شنبې په ورځ یې د پرانیستې تر مراسمو وروسته له طالب پلاوي سره لیدلي او په یو لړ مسائلو یې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړني تفاهمات شوي چې په وینا یې څنګه کولای شو مذاکرات له سطحې څخه عمق ته بوځو.

چارواکي وايي‌ چې د مذاکراتو پر مهال به بهرنیان نه وي‌ او یوازې د دواړو هیئتونو غړي یو بل ته سره مخامخ ناست او غږیږي. دا مذاکرات د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یوه عمده برخه ده چې په افغانستان کې روان جنګ ختم شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...