Home » افغانستان » نادري: طالبانو ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي
رویداد خبري آژانس
دا خبره د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مرکچي پلاوي غړي احمد نادر نادري

نادري: طالبانو ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي احمد نادر نادري وایي، وسله والو طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ ادارې ودانۍ له منځه وړي دي.

دا خبره احمد نادر نادري نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نېټه) په کابل کې رسنیو ته وکړه.

نادري زیاته کړه: “۲۶۰ تعمیرونه د دغه هېواد د عام وګړي ملکیت دی. ویجاړ شوي، انفجار ورکړل شوی یا سوځول شوي. که دا وارزو چې څومره پیسې کېږي حد اقل پنځه سوه میلیونه ډالره د دې ارزښت دی.”

نوموړي وویل چې په لسګونو ولسوالیو کې یا ټول یا لویه برخه وسایل له دفترونو او تعمیرونو لوټ شوي چې د ده په خبره مسوولیت یې د طالبانو په غاړه دی.

نادر نادري دغه راز زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو د درې میاشتې اوربند وړاندیز کړی خو ۷۰۰۰ بندیانو دخوشې کیدو او همدارنګه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

دغه افغان چارواکي همدا راز وویل چې په څو وروستیو اوونیو کې د جنګونو د زیاتېدو په خاطر ۱۳ میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې شوي ځکه د ملکي خدمتونو ۴۰۰۰ مامورین له ولسوالیو او کارځایونو وتلو ته اړ شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه افغان چارواکي د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...