Home » افغانستان » نادري: د بین الافغاني خبرې کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي
رویداد خبري آژانس

نادري: د بین الافغاني خبرې کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی ټېم ویاند او غړی وايي، د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي.

نادر نادري د یکشنبې ورځ ناوخته سپټمبر ۲۰ (وږې ۳۰) ویلي چې د سول مذاکراتو د کاري طرزالعمل د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ شوی دی.

ښاغلي نادري پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکره کوونکو ټېمونو پرون یکشنبه په ګډه کاري کمېټه کې پر یاد کاري طرزالعمل باندې بحثونه وکړل.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ ناسته کې د راتلونکو غونډو د کاري اصولو په اړه بحثونه وشول.

نوموړي هیله ښودلې چې د پاتې ټکو په اړه هم ګډ تفاهم رامنځته او نورې ناستې هم تره سره شي.

تر دا مهاله د دواړو لورو تماس ډلو د سولې مذاکراتو د کاري طرزالعمل په اړه څو ځله خپلمنځي غونډې کړي دي.

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني خبرې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هیوادونو یې هر کلی وکړ.

د دغو خبرو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته د لارې موندل دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...