Home » افغانستان » مېلر: د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پيلېدو وېره شته

مېلر: د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پيلېدو وېره شته

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو په وتلو داسې وېر احساسېږي چې ښايي دا هېواد يو ځل د کورنيو جګړو پر ميدان بدل شي.

نوموړي چې پرون سې شنبه د (چنګاښ په ۸مه) يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې ويلي، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير له پيل تر دې مهاله د جګړې په کچه کې تدريجي زياتوالی راغلی او په دې ترڅ کې وسله‌وال طالبان د ځينو سيمو پر نيولو هم توانېدلي دي.

مېلر ټينګار کړی چې له سختو شرايطو د مخنيوي په موخه دې افغان مشران په خپلو کې د يو موټي کېدو لار خپله کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ دېره ځواکونو دا قومندان په بې مخينې توګه د تاوتريخوالي کچې زياتېدو ته په پام سره وسله‌وال طالبان تورنوي، چې د قطر په هوکړه کې يې له کړې ژمنې سره سم تاوتريخوالی نه دا چې کم کړی نه دی، بلکې برعکس يې زښت ډېر کړی دی.

سکاټ مېلر د خپلو خبرو په دوام سره پر وسله‌والوا طالبانو هوايي بريدونو ته هم اشاره کړې او ويلي يې، امريکايي ځواکونه په هېڅ صورت د هوايي بريدونو د ترسره کولو پلويان دي، خو په خبره دې حد ته د رسېد لپاره جدي اړتیا ده چې تاوتريخوالی کم شي.

ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په راتلونکي سپټمبر کې بشپړ شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...