د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو جلا ماین چاودنو ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریف زی نن سې شنبه اکتوبر ۲۰(تلې۲۹) رسنیو ته وویل چې دغه چاودنې نن سهار وختي د جلریز ولسوالۍ د (کوټه اشرو) سیمه کې د ملکي وکړو پر فلانکوچ او سراچه موټر شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په یادو چاودنو کې درې ماشومان او دوې ښځې وژل شوي او پنځه ښځې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
خو د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک بیا وايي، چې په دغه چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: “د کوته اشرو په «دهن بسراق» سیمه کې د ملکي خلکو فلانکوچ موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده،او سراچه موټر چې د دغه پېښې ټپيان یې انتقالول هم ورباندې چاودنه شوې ده، چې په نتیجه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.”
ویل کیږي چې د سړک غاړې پر ماین برابر شوي ملکي وګړي د بامیان ولایت اوسېدونکي دي چې له یادې لارې څخه یې غوښتل کابل ته ځان ورسوي.
تر دا مهاله د دغه ماین چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا چاودنې پر داسې مهال د ملکي وګړو پر موټر کیږي چې تېره یکشنبه د افغانستان په غور ولایت کې هم موټر بم برید نژدې ۱۵ تنه ولسي وګړي ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه یې ټپیان کړل.
د غور موټر بم برید د افغان حکومت په ګډون د نورو نړیوالو بنسټونو لخوا هم وغندل شوو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه.