Home » افغانستان » میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی

میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی

په میدان وردګ ولایت کې ځايي چارواکي د تېرې شپې د سېلابونو په نتیجه کې، د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د مړینې او لسګونو کسانو د لادرکۍ خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي رسنیو ته ویلي:”د جلرېز د تکانې په سیمه کې پر یوه واده سېلاب راغلی، چې هلته اکثر خلک په خوب ویده وو او تر اوسه ۲۲ شهیدان له خاورو ایستل شوي او په لسګونو کسان لادرک او بې برخلیکه دي. هڅه کوو په سیمه کې د شهیدانو انتقال ته لار برابره کړو.”​

دغو سېلابونو په جلرېز، چک، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

ویل شوي دغو سېلابونو په ځینو سیمو کې استنادي دېوالونه نړولي او کرنیزې ځمکې تخریب کړي دي.

اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...