Home » افغانستان » میدان وردګ: د طالبانو په ځانمرګي برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي
رویداد خبري آژانس
ارشیف

میدان وردګ: د طالبانو په ځانمرګي برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دوشنبې جولاۍ۲۰ (چنګاښ۳۰) په ماسپښین په میدان وردګو کې د افغان ځواکونو په کاروان موټر بمب برید شوی.

د دفاع وزارت د یوې  اعلامیې څپرولو سره  وايي چې په دغه برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپیان  دي.

 د یاد وزارت په اعلامیه راغلي؛ بریدګر چاودیدونکي توکي په یوې لارۍ کې ځای په ځای کړي وو او “د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د جغتو د دوراهۍ په سیمه کې د ملي اردو د موټرو په یوه کاروان یې برید ترسره کړی دی.”

طالبان وايي دا برید هغوی کړی دی. د طالبانو ویاند ذببح الله مجاهد په خپل ټویتر پاڼه  کې لیکلي دي چې په دغه برید کې یې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې افغان حکومت، امریکايي چارواکو، ناټو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي‌اندېښنه ښودلې ده.

دا برید داسې مهال کیږي چې د طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته هلې ځلې زیاتې شوي دي او افغان حکومت زرګونه طالبان او طالبانو سلګونه افغان سرتیري خوشې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...