Home » دسته‌بندی نشده » میدان وردګو کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي
رویداد خبري آژانس

میدان وردګو کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د میدان وردګو ولایت د سیدا اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په دغې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دوی وایي چې، دغه پېښه تیره ورځ ماښام مهال د روژه ماتي پر وخت د سید اباد ولسوالۍ اړوند اوتړیو سیمه کې شوې ده.

دوی وایي چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له دې پېښې وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جنازې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته راوړې او د عدالت غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي

د کډواولو په چارو کې ...