د پاکستان ولسي جرګې ډېری غړو د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند میا شهباز شریف ددې هېواد د څلیروېشتم لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) او پاکستان خلکو ګوند په مشرۍ د ځینو نورو ګوندونو ملاتړ له ځان سره لري، د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ګوند مشر میا نواز شریف د پاکستان ولسي جرګې یا اسمبلې لومړی استازی و چې د شهباز شریف په ملاتړ یې خپله رایه وکاروله.
د پاکستان د نوي لومړي وزیر د انتخاب پرمهال د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو او تحریک انصاف ګوند غړو د خان تصویرونه پورته کړي وو او د شریف پرضد یې شعارونه ورکول چې پر وړاندې یې د مسلم لیګ (ن) ګوند غړو هم شعارونه ورکول چې د اسمبلې تالار کې یې بې نظمي رامنځ ته کړې وه.
د پاکستان ولسي جرګې یا اسمبلې نننۍ ټاکنو کې شهباز شریف ۲۰۱ ، عمر ایوب خان ۹۲ رایې خپلې کړې چې له مخې یې شریف د پاکستان نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله د پاکستان د خلکو او مسلم لیګ (ن) ګوندونو ترمنځ هوکړه شوې وه چې شهباز شریف به د لومړي وزیر او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکیو لپاره د هغوی نوماندان وي.
شهباز شریف د مخکني لومړي وزیر میا نواز شریف کشر ورور دی چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال اپریل کې د پخواني صدراعظم عمران خان تر عزل کېدو وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ په نامه د ځینو ګوندونو په استازیتوب د پاکستان لومړی وزیر شو او تر هغې مخکې په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د پنجاب اسمبلې غړی او بیا د همدې ایالت وزیر اعلی په توګه دندې کړې دي.
میا شهباز شریف داسې مهال د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي چې دا هېواد له خورا سخت اقتصادي بحران سربېره له ترینګلي سیاسي او امنیتي وضعیت سره مخ دی.