Home » افغانستان » مکرون: فرانسه او تاجستان د افغانستان په اړه ګډې اندېښنې لري

مکرون: فرانسه او تاجستان د افغانستان په اړه ګډې اندېښنې لري

د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د موجوده وضعيت او دغه راز د ياد وضعيت په ترڅ کې د پېښېدونکو احتمالي عواقبو په اړه خبرې کړې.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرونه ويلي، تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري او دا دې سبب شوې چې فرانسه او تاجکستان دواړه د افغانستان په اړه شريکې اندېښنې ولري.

نوموړي د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره  يوه ګډ خبري کنفرانس ته زياته کړه، هغو ترهګرو ډولو ته بايد د هېڅ شي اجازه ورنه کړل شي چې د ښځو حقونه په پيمالولو سره يې بشري حقونه تر پښو لاندې کړې وي.

امام علي رحمن هم په افغانستان کې د وضعيت له امله د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ويلي، فرانسه هغه هېواد دی چې تاجکستان يې د اروپا په کچه خپل خواخوږی ګڼي.

له هغې وروسته چې طالبانو د تېرې اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې بشپړ واک ونيو، فرانسې او تاجکستان د دې ډلې پر وړاندې سخت دريځ نيولی او ډېر کله يې د طالبانو په خلاف توندې خبرې هم کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...