Home » سیمه او نړی » مکرون: طالبان بايد وپوهېږي چې نړيوال يې په رسميت پېژندلو لپاره شرطونه لري

مکرون: طالبان بايد وپوهېږي چې نړيوال يې په رسميت پېژندلو لپاره شرطونه لري

د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت منلو لپاره دا ډله بايد وپوهېږي چې نړيوال خاص شرايط لري.

نوموړي د فرانسې له انټر راډيو سره په مرکه کې چې نن سې‌شنبه د (تلې په ۱۳مه) خپره شوه ويلي، د شلو پياوړو اقتصادي قووتونو يا G20 په غونډه کې به ګډونوال هېوادونه د افغانستان په اړه بحث وکړي.

مکرون ټينګار کړی چې د يادې غونډې له لوري بايد طالبانو ته دا پيغام واضيح شي، چې د شرطونو له پوره کولو پرته يې نړيوال په رسميت نه پېژني.

نوموړي تمه ښوولې چې د جي شل هېوادونو په غونډه کې به چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر په وروستيو کې اېټاليې کې ترسره شي، ګډونوال هېوادونه يو ځل بيا داسې شرايط تازه کړي چې نه يوازې د طالبانو، بلکې په رسميت د نورو سيمه‌ييزو قدرتونو پېژندلو لپاره هم معيار وي.

ايمانوېل مکرون د خپلو خبرو په دوام سره د ښځو لپاره برابري، د بهرنيانو له خوا بشري فعاليتونو ته اجازه او له نورو اسلام‌پاله وسله‌والو ډلو سره نه همکاري د طالبانو لپاره د نړيوالو شرطونه بللي دي.

نوموړي نېوکه کړې چې لا هم طالبانو له ۶ ټولګي لوړو ټولګيو او دغه راز د لوړو زده‌کړو لپاره د ټولګيو دروازې د نجونو پر مخ نه دي پرانيستې.

طالبانو د کابل له نيولو سره ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دويم امر تر مودې رخصت کړل، خو دامهال له خصوصي پوهنتونونو، د هلکانو له ښوونځيو او تر ۶ ټولګي د نجونو ښوونځيو له پرانېستل کېدو پرته، د دولتي پوهنتونو او د نجونو لوړو ټولګيو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...