د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغانستان انزوا ناسم سياست بللی او ويلي يې دي، چې له دې کبله په منځنۍ اسيا کې د يوه ناوړه احتمالي وضعيت د رامنځته کېدو وېره شته.
نوموړي دا څرکندونې پرون جمعه د (لړم په ۲۰مه) د ترک هېوادونو همکاريو سازمان يا UTC غونډې ته کړي او زياته کړې يې ده، چې په نړيواله کچه د افغانستان انزوا نه يوازې پر دې هېواد، بلکې ترڅنګ يې د منځنۍ اسيا پر هېوادونو هم منفي اغېز کوي.
شوکت ميرضيايف په افغانستان کې سوله او اقتصادي ټيکاو حياتي بللی او ويلي يې دي، چې د ترک هېوادونو همکاريو سازمان غړي هېوادونه دې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د ياد سازمان غړي هېوادونه دې په منځنۍ اسيا کې د ناوړه احتمالي وضعيت له رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره دې، په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تحکيم او اقتصادي پايښت کې ونډه واخلي او وړانديز يې کړی، چې دغه هېوادونه دې خپلو بهرنيو چارو وزارتونو ته د مسووليت په سپارلو سره په دې برخه کې په فعاله توګه ډيپلوماټيکې هڅې وکړي.
ميرضيايف په افغانستان کې بشري وضعيت ته په کتو له افغانانو سره د مرستو پر دوام هم ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې په اوسنيو سختو شرايطو کې باید افغانان يوازې پرېنښودل شي.
ازبکستان، ترکيه، ترکمنستان، قزاقستان، قرغيزستان او اذربايجان د ترک هېوادونو د همکاريو سازمان UTC غړي هېوادونه دي. يادو هېوادونو په ۲۰۰۹ کال کې د ترک هېوادونو د همکاريو شورا رامنځته کړه او په تېر ۲۰۲۱ کال کې په استانبول کې د غونډې پرمهال د دې هېوادونو استازو دغه شورا د ترک هېوادونو د همکاريو پر سازمان بدله او خپله لومړنۍ غونډه يې پرون د ازبکستان په ثمرقند کې ترسره کړه.