Home » اقتصادی » ميدان وردګ؛په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو۵۳۰ جريبه بڼونه جوړ شوي
رویداد خبري آژانس

ميدان وردګ؛په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو۵۳۰ جريبه بڼونه جوړ شوي

د ميدان وردګو ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نیټه) په یوه اعلامیه کې ویلي،چې په دې وروستيو کلونو کې د میدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو ۵۳۰جريبه بڼونه جوړ شوي دي.

د دغه ولایت دکرنې ریاست په وینا، په دغو بڼونو کې ۴۲۱جريبه زردالو او د ۱۲۱ جريبه د ګیلاس بڼونه شامل دي.

د ميدان وردګو ولايت دکرنې رييس عبدالله تسل وايي، که څه هم سږکال په پسرلي کې د يادو مېوو ونې يخ وهلي وې او حاصلات يې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوي دي خو بلخوا سږ کال د زردالو او ګېلاسو بيې ښې دي، چې ورسره د بڼوالو په عوايدو کې کوم توپير نه رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ميدان وردګو ولايت زردالو او ګېلاس ددې ولايت د سيمه ييزو بازارونو ترڅنګ ګاونډو ولايتونو او کابل ته هم د پلور په پار صادرېږي، چې ښه بازار هم لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...