Home » سیمه او نړی » مولداوا له خپلې خاورې روسي ډيپلوماټان شړلي

مولداوا له خپلې خاورې روسي ډيپلوماټان شړلي

مولداوايي چارواکو پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۹مه) په دې هېواد کې د روسي توغندي له لګېدو وروسته، له خپلې خاورې څخه روسي ډيپلوماټان شړلي دي.

د روسي ځواکونو توغول شوی توغندی د اوکرايني ځواکونو له لوري د پرځولو هڅو په ترڅ کې، د مولداوا شمال لوري ته په يوه کلي کې لګېدلی دی.

دې پېښه کې د مولداوا وګړو ته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو په کلي کې يې له امله د يو شمېر کورونو ښيښې ماتې شوي دي.

له دې پېښې لږ وروسته مولداوا پرېکړه وکړه چې روسي ډيپلوماټان له خپلې خاورې وشړي. د مولداوا له دې پرېکړې څو ساعته وروسته روسيې هم د نوموړي هېواد ډيپلوماټان له مسکو شړلي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لانجه وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د لوېديځ رسنيو د راپورونو له مخې، روسيې پر اوکراين تازه د توغنديو بريدونه پيل کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...