Home » سیمه او نړی » منځني ختیځ کې د شخړې د زیاتوالي د مخنیوي لپاره تهران ته د اردن د بهرنیو چارو د وزیر سفر

منځني ختیځ کې د شخړې د زیاتوالي د مخنیوي لپاره تهران ته د اردن د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د ایران دولتي رسنیو پرون یکشنبې د زمري په ۱۴مه راپور ورکړی د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي، د حماس د سیاسي ډلې مشر اسماعیل هنیه، له وژل کېدو وروسته د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر کړی دی.

د هنیه د وژل کېدو په دوام په ختیځ کې حالت په ګډوډېدو دی. هنیه د لبنان پر پلازمېنه، بیروت د اسراییلو د جیټ الوتکو تر برید یوه ورځ وروسته په تهران کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې چې په هغو بریدونو کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حزب‌الله یو قوماندان فواد شکر ووژل شو.

حماس او ایران دواړو د هنیه د ترور مسوول اسراییل بللی او ګواښ یې کړی چې له اسراییلو به غچ اخلي، خو اسراییلو د هنیه ترور نه رد کړی او نه یې تایید کړی.

ایران ته د صفدي سفر د متحده ایالاتو د شنبې ورځې د ېپلوماټیکو هڅو او د هغوی د شریکانو د فرانسې، بریټانیا، ایتالیا او مصر په شمول ترسره کېږي چې په سیمه کې د ګډوډۍ مخنیوی وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...