په خیبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه جرګه بېګا ناوخته د یوه پرېکړهلیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د پښتنو قامي جرګې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړې.
جرګې د پاکستان پوځ او پاکستاني تا.ل.بانو ته دوې میاشتې وخت ورکړی چې د پښتنو له خاورې څخه ووځي.
د جرګې په پرېکړو کې د ډیورنډ پر کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ او سوداګرۍ غوښتنه هم وشوه.
په دې پرېکړو کې دا هم ویل شوي چې باید د پښتنو دوه لکه او څلوېښت زره ملي لښکر جوړ شي او چې یو پښتون چا وواژه باید د ملي لښکر کسان پسې ورشي او بدل تری واخلي.
نور دې پوځي حکومت له بېلا بېلو ډلو سره یوازې نه ګوري دلته به د جرګې مرکزیت وي او هېڅ څوک ددی صلاحیت نه لري، چی یوازې ځان له پوځیانوسره ناستې وکړي.
دوی دا هم ویلي چې په کرمه کې د شیعه او سني په نامه نوره جګړه نهشي منلای.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه د جرګې د دغو پرېکړو او غوښتنو په اړه څه نهدي ویلي.