د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو ځل بیا د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پر ظلمونو توندې نیوکې کړې دي.
منظور پښتین پرون چهارشنیې (د غبرګولي ۵مه نېټه) په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې یوې پراخې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې پاکستان له کلونو راهیسي د پښتنو پر وړاندې ظلمونه روان کړي دي خو هیچا یې هم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی.
پښتین د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دا غونډه یې د خړ کمر پېښې په یاد جوړه کړې ده او هدف یې دا دی چې یو ځل بیا د پاکستان شریرو استخباراتي ادارو ته ورپه یاد کړي چې دوی د خپل سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوي.
د ویلو ده چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په خړ کمر کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله ۱۵ کسانو خپل ژوند وبایلل او ۲۵ نور ټپیان شول.