د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظر احمد پښتين وايي، ملګري ملتونه دې په قبايلي سيمو، پښتونخوا او سويلي پښتونخوا کې د خلکو بشري وضعيت مالومولو په موخه يو داسې کمېسيون جوړ کړي، چې په يادو سيمو کې د خلکو له لوري د شوو ادعاوو په اړه رښتيا مالوم کړي.
نوموړي دا څرګندونې دوې ورځې وړاندې د سويس په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا له لوري جوړې شوې غونډې ته د انلاين له لارې کړي دي.
پښتين ويلي، چې د ملګرو ملتونو حقيقت موندونکی کمېسيون دې قبايلي سيمو، پښتونخوا او سويلي پښتونخوا ته ورشي او زياتوي چې دغه کمېسيون دې مالومه کړي، چې په يادو سيمو کې ترهګري څوک روزي او قرباني يې څوک دي؟
هغه له ملګرو ملتونو دا غوښتنه هم کړې چې په يادو سيمو کې د بشري حقونو فعالانو علي وزير، حنيف پښتين او د نورو نيول شوو کسانو د خلاصون لپاره هم خپل غږ پورته کړي.
پښتين په بېدرکه کړای شوو کسانو پر وضعيت هم د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا ته مالومات وړاندي کړي او ويلي يې دي، اړتيا ده چې ملګري ملتونه دا موضوع هم تعقيب کړي او په دې برخه کې د مطلوبې نتيجې د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شي.
پښتين زياته کړې، چې ملګري ملتونه دې په پاکستان کې د قومي لګيو د حقونو ارزولو په موخه جدي اقدمات وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا له لوري دې جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستنا کې د بشري حقونو موجوده وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دامهال په افغانستان کې نجونې زدهکړو ته، چې د دوی اساسي حق دی نه پرښودل کېږي او ملګري ملتونه دې يې په اړه خپل پرېکنده دريځ اعلان کړي.