د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې له ډيورنډ کرښې د تېرېدو پرمهال د مسافرو ځورول او د هغوی د سپکاوي پېښې زياتې شوي دي.
نوموړي په سپين بودلک کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان مسافرو د سپکاوي وروستۍ پېښې ته په اشارې سره ويلي، چې د کرښې دواړو خواوو ته تلونکي مسافر او دغه راز د کاروباريانو کارونه له ستونزو سره مخ دي.
پښتين ويلي چې مسافر د ناروغانو د درملنې په موخه کافي پيسې نه لري؛ خو پاکستاني ځواکونه ورته پر سپکاوي سربېره ترې پيسې هم اخلي.
د نوموړي په ټکو د دغه ظلم او جبر بندولو ترڅنګ دې د دروازو دواړه خواوو مسوولان له خلکو سره بد چلند او په تګ راتګ کې مشکلاتو جوړولو ته د پای ټکی کېږدي.
په ټولنيزو رسنيو کې له پرون راهيسې داسې انځور ښکته او پورته کېږي، چې ښيي پاکستاني ځواکونه له کرښې له تېرېدونکو ميرمنو سره د افغاني فرهنګ خلاف چلند کوي.