Home » افغانستان » منظور پښتين: د قومي لښکر جوړېدو په صورت کې دې پوځ له قبايلو ووځي

منظور پښتين: د قومي لښکر جوړېدو په صورت کې دې پوځ له قبايلو ووځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۵مه) د خيبر ايجنسۍ په مرکز باړې کې د امن ولسي پاڅون ترسره شو.

پښتين دې پاڅون ته په وينا کې د پاکستان پر پوځ له دې کبله بيا توندې نيوکې وکړې، چې ګواکې له بهر څخه د مالي امتياز ترلاسه کولو په موخه د پښتنو خاوره او سرونه دواړه قرباني کوي.

منظور پښتين دې پاڅون ته چې زرګونه ځايي اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه وايي د ترهګرۍ، وسله‌والو روزنه او د تاوتريخوالي د ترويج ټولې هڅې د پاکستان له پوځي جنرالانو سرچينه اخلي او همدوی يې ملاتړ کوي.

نوموړي په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ تازه څپو را پورته کېدو ته په اشارې سره زياته کړه، د پاکستان پوځ په زور د پښتنو سيمې ناامنه کوي، خلک يې وژني او د پښتنو مېندې او خوېندې په زور ژړوي.

پښتين د پاکستان حکومت له هغې نوې دسيسې هم خبر ورکوي، چې له مخې له قبايلي اوسيدونکو د ترهګرۍ پر ضد د قومي لښکرو جوړولو غوښتنه کړې. دی زياتوي، د پاکستان حکومت غواړي چې په دې توګه پښتان بيا په خپلو منځو کې سره اخته او وينې توی کړي.

نوموړی زياتوي، که د پښتنو قومي لښکر جوړېږي نو بايد له قبايلي سيمو د ترهګرو د شړلو ترڅنګ پاکستاني پوځيان هم له يادو سيمو ووځي؛ ځکه د پښتين په خبره په دې صورت کې به د امن ټينګولو مسووليت له قومي لښکر سره وي نه د پاکستان له پوځ سره.

په داسې حال کې چې له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د ځينو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر لانجې راپورته شوې، پښتين د يادو ستونزو او لانجو تر شا د پاکستان د حکومت لاس لرلو ادعا کوي او وايي، چې د پاکستان حکومت د لانجې دواړه لوري هڅوي څو په خپلو کې جګړه وکړي او په دې توګه بې اتفاقي عامه کړي.

نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د پاکستان د دې ډول دسيسو پر وړاندې هوښيار و اوسي او په مقابل کې يې دې خلک د اتفاق او اتحاد پر يوه ټغر سره راټول کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...