په داسې حال کې چې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه په کراچۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري روان پرلت ۱۴ ورځې پوره شوې، خو لا هم د نوموړي خلاصون څرک نه دی لګېدلی.
دې ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له خلکو غوښتي، چې سبا يکشنبه د (کب په ۸مه) د پښتونخوا او قبايلو په ټولو سيمو کې د کراچۍ له پرلت څخه په ملاتړ سولهييز لاريونونه ترسره کړي.
نوموړي په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د کراچۍ پرلت د سند ايالتي حکومت پر ضد حرکت نه دی، بلکې د نوموړي په خبره دا کار له زندان څخه د علي وزير د خوشې کولو يوه سولهييزه غوښتنه ده.
پښتين ويلي، چې پښتنو فعالانو او سياسونو د کراچۍ له پرلت څخه له بېلابېلو لارو په ګټنې، خپل ملاتړ څرګند کړی او زياتوي چې د يادې غوښتنې د لا پياوړتيا په موخه دې خلک هم سبا يکشنبه په خپلو سيمو کې سولهييز لاريونونه وکړي.
پښتين ټينګار کړی چې د سبانيو لاريونونو په ترڅ کې دې د علي وزير ترڅنګ د حنيف پښتين، وېس ابدال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو زنداني مخکښانو د خلاصون لپاره هم غږ پورته شي.