Home » افغانستان » منظور پښتين: د علي وزير تر خوشې کېدو پورې به په سند کې پرلت دوام لري

منظور پښتين: د علي وزير تر خوشې کېدو پورې به په سند کې پرلت دوام لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو له تېرې يک‌شنبې ورځې د (سلواغې ۲۴مې) را په دېخوا د پاکستان په سند ايالت کې له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د خلاصون په موخه پرلت پيل کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، د ياد پرلت موخه دا ده څو د سند حکومت قانع شي چې پر علي وزير لګول شوي هغه تورونه بېرته واخلي، کوم چې يې له امله نوموړی د محکمې له پرېکړې پرته په زندان کې اچول شوی دی.

نوموړي پرون دوشنبه د (سلواغې په ۲۴مه) په سند کې خبريالانو ته وويل، تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې له مخې دې يې د علي وزير جرم ثابت شي؛ خو په خبره يې بيا هم عدلي ارګانونه د دې پر ځای چې علي له زندان ازاد کړي، د قضيې د ځنډولو وعدې ورکوي.

پښتين زياته کړې، تر هغې به يې د سند اسمبلۍ (ايالتي پارلمان) مخې ته پرلت دوام وکړي، څو چې پر علي وزير لګېدلي تورونه بېرته اخيستل شوي نه وي او نوموړی له زندان نه وي را ويستل شوی.

علي وزير څه د پاسه يو کال وړاندې د پاکستاني پوليسو له لوري په پېښور کې ونيول شو. پر نوموړي د پاکستان حکومت له لوري تور دی چې د پاکستان د پوځ او حکومت پر وړاندې يې په کراچۍ کې د يوې غونډې پرمهال پاروونکې وينا کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...