Home » افغانستان » منظور پشتین: پاکستان باید د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

منظور پشتین: پاکستان باید د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

تیره ورځ په میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي.

منظور پشتین زیاته کړه د پاکستان حکومت دې په دغه تړاو اغیزمن اقدامات وکړي.

په میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې ګډونوالو شمېر تر لسګونه زرو پورې رسیده.

منظور احمد پشتین له عامو خلکو وغوښتل چې د هدفي وژنو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړي، که يي پر وړاندې بې غوري کوله نو د لاریونونو له لارې خپل حق وغواړئ.

د پاکستان حکومت څخه د پښتون ژوغورنې غورځنګ غوښتنې دا دي چې د پښتنو په سیمو کې د ماینونو پکول، ناقانونه وژنې مخنیوی او په پښتنو باندې د بریدونو عامیلین دې ونیسي.  

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...