Home » سپورټ » ممبۍ انډین دویمه لوبه هم وبایلله

ممبۍ انډین دویمه لوبه هم وبایلله

د چینای سوپر کینګز لوبغاړي اجینکیا رهاني د سږني پړاو چټکه پنځوسیزه ووهله، چې په ۱۹ توپونو یې ترسره کړه او پرمټ یې ممبۍ انډینز لوبډلې ته زبردسته ماتې ورکړه چې په سره ممبۍ دویمه پرلپسې ماتې هم ثبت کړه.

د آی پي ایل د ۱۶م پړاو ۱۲مه لوبه د ممبۍ انډینز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې چینای د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې وکړې، چې ایشان کیشن غوره توپوهنه وکړه، چې هغه ۳۲ منډې وکړې او ترڅنګ یې ټیم ډیویډ ۳۱ زیاتې منډې وکړې.

چینای سوپر کینګز لوبډلې ته جدیجا غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز میچل سیټنیر او توشار ډیسپانډي ۲-۲ او سیسندا مګالا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۸ منډو هدف په تعقیب چینای سوپر کینګز لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه او د ۳ لوبغاړو په زیان سره یې په ۱۸.۱ اورونو کې ترلاسه کړ، چې اجینکیا رهاني ۶۱ او رتوراج ګیکواډ ۴۰ زیاتې منډې وکړې او ممبۍ انډینز ته کمار کارتیکا، چاولا او جیسن بیندروف ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...