ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو رول ته په اشارې سره وايي، چې د افغاني ټولنې دغه قشر د کورنيو په ثبات او دغه راز د افغانستان په سوکاله راتلونکي کې مهم رول لري.
دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بهرنيو اړيکو مديرې ډامنيک ايزابيل هايډ نن دوشنبه د (لړم په ۹مه) افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي.
نوموړې زياته کړې، چې په راروانو ورځو کې به له افغان ښځو د ژوند تامین لپاره د دوی د مبارزو او هیلو په باب واوري.
ايزابيل هايډ زياته کړې، چې ښځې د افغاني ټولنې د نيمايي برخې په توګه په د دې هېواد په اړوند چاروکې د ونډې لرلو حق لري او اړتيا ده چې د دوی دا حق خوندي شي.
واک ته بيا ځلي د طالبانو له رسېدو سره نيوکې دا دي، چې ګواکې ښځې په ټولنه کې څنډې ته شوي او په دې توګه يې د کار او زدهکړو اساسي حقونو هم محدود شوي دي.