Home » افغانستان » ملګري ملتونه: ښځې او ماشومان د افغانستان بشري ناورين عمده قربانيان دي

ملګري ملتونه: ښځې او ماشومان د افغانستان بشري ناورين عمده قربانيان دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري يا UNHCR وايي، لا هم په افغانستان کې د بشري ناورين کچه پر خپل ځای ده او د ملاتړ کوونکو هېوادونو او بنسټونو له لوري جدي مرستو ته اړتيا ده.

دې کميشنرۍ نن چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) په ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د روان بشري ناورين عمده قربانيان ښځي او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ويلي، چې ميليونونه افغانانو دامهال خپل کورونه پرېښي او د کافي خوراکي توکو او سرپنا په موندلو پسې وتلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ټينګار کړی چې افغان ښخې او ماشومان بايد د مرسته کوونکو حياتي مرستو ته لاسرسی پيدا کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دامهال په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک له لوږې سره مخ دي او ۸ ميليونه هغه يې بيا خوراکي خونديتوب نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...