Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پرېکړه‌ليک تصويب کړه، ورسره سم ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې طرحې پر بنسټ په افغانستان کې د دوی بشردوستانه ماموريت نور هم اسانېدای شي.

د بېړنيو بشري مرستو د همغږۍ کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارټين ګريفيتس د ياد هوکړه‌ليک له تصويب وروسته ويلي، په نوي ۲۰۲۲ زېږدي کال د بشري مرستو د رسولو لوی عمليات به په افغانستان کې ترسره شي.

نوموړي زياته کړې چې په يادو مرستندويه عملياتو کې به د خوړو خونديتوب په موخه د افغانستان ۲۲ ميليونه وګړو ته لومړني توکي ورسول شي.

ګريفيتس په افغانستان کې د مرستې رسولو اوسني وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دامهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۶۰ مرستندويه بنسټونه پر کار بوخت دي او په ورځنۍ توګه اړمنو افغانانو ته مرستې رسوي.

له دې وړاندې ويل شوي و چې د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال له نومبر تر د راتلونکي ۲۰۲۲ مارچ پورې ښايي ۲۲.۸ ميليونه افغانان د خوړو خونديتوب په له لاسه ورکولو سره له شديدې لوږې سره مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...