د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا UNHCR له زرګونه هغو کسانو سره د بېړنيو مرستو خبر ورکړی، چې خوست او په پکتيکا کې د زلزلې له امله زيانمن شوي.
دې ادارې ويلي، چې په يادو دوو ولايتونو کې يې له څه باندې ۱۱زره زلزله ځپلو کسانو ته پر نورو لومړنيو مرستو سربېره، بېړنۍ سرپنا هم برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ پرون چهارشنبه په خپل ټوېټر کې د دې ادارې د خطرونو د مديريت او تطابقت د چارو سلاکارې تاکاشيما يوميلکو خبرې خپرې کړې او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه په پام کې لري څو په خوست او پکتيکا کې زلزله ځپلو کورنيو ته نوي کورونه جوړ کړي.
د تېر چنګاښ په ۲۷مه سختې زلزلې د پکتيکا په ګيانو او خوست په سپيزې ولسوالۍ کې زرګونه کورونه ونړول، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۱۱سوه تنه شهيدان او نږدې ۲زره نور ټپيان شول.